د عراق پوځيانو پرون هم په شمالي ښار موصل او شاوخوا کې يې د داعش پر ضد خپلې جګړې ته ادامه ورکړه، خو دوى په مخکې تګ بريالي شوي نه دي.
عراقي پوځيانو د هغو سيمو پر تصفيه تمرکز وکړ چې مخکې د داعش له وسلهوالو نيول شوي دي.
د دولتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې چې د موصل په ختيځ زهرا سيمه کې وشول، د منفجره وسيلو او ماينونو پاکول شامل دي.
د چټک غبرګون قطعې يوه قوماندان تورنجنرال ثامر الحسيني رويټرز اژانس ته پرون وويل، دوى مخکې د ځينو سيمو په نيولو بريالي شوي:
"٢٤ ساعته مخکې د چټک غبرګون د قطعې ځواکونو د موصل د سمنټو فابريکه، کرامه او عارج کلي او د فابريکې شاوخوا سيمې ونيولې، د خداى شکر دى چې د عملياتو نتيجه ډېره ښه وه. دښمن هڅه وکړه، په درېيو موټرو کې د ځاى پر ځاى شويو منفجره موادو په مرسته زموږ د ځواکونو د پرمختګ مخه ونيسي، خو زموږ ځواک دا وسايط له منځه يووړل."
په همدې حال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف وياند ډګروال جان دوريان وويل،د پوځيانو او الوتکې په مرسته ٧٠ هغه تونلونه له منځه يووړل شول چې د داعش وسلوالو ورڅخه پر ګڼ مېشتو سيمو د ناڅاپي حملو لپاره کار اخيست.