دریچه ! ماشومانو له‎خوا ماشومانو ته چاپ شوې مجله

Your browser doesn’t support HTML5

دریچه ! د هغه مجلې نوم دې چې د ماشومانو له‎خوا ماشومانو ته چاپ شوې. په دغه مجله کې ۱۱ ماشومې نجونو او هلکان چې عمرونه یې له ۸ څخه نیولې تر ۱۲ کلونو پورې دي کار کوي. د مجلې مسؤل کیومرث جبران ندا ازادي رادیو ته وویل چې په دغه مجله کې یوه برخه د (پل) په نوم ځای پر ځای شوی چې ماشومان کولای شي د لیکلو په استولو سره خپلې خبرې په غیر مستقیم ډول خپلو کورنیو ته ورسوي.