کوفي: ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون موجودیت ضروري دی

د بشري حقونو مدني فعالانو او د ولسي جرګې د ښځینه غړو کمېسیون د ښځو او ماشومانو د ځورونې د قانون تصویب مهم بولي.

د دغه کمېسیون مشرې فوزیه کوفي نن په په یوې خبري ناسته کې که څه هم د دغه قانون د عملي کېدو په برخه کې اندیښنه وښوده؛ خو وايي، د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون موجودیت ضروري دی.

دی وايي:

"د ولسي جرګې له لوري د رایو په اکثریت د ښځو او ماشومانو د ځورونې د قانون تصویب ټولو افغانانو او په خاصه توګه ښځو او ماشومانو ته ښه پیغام لېږدوي."

مېرمن کوفي له مشرانو جرګې هم وغوښتل چې یاد قانون تائید کړي څو د توشیح لپاره ولسمشر ته واستول شي.

ولسي جرګې تېره ورځ د رایو په اکثریت د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون تصویب کړ.