بلخ کې د ورزشي فدراسیونونو انتخابات روان دي

په بلخ ولایت کې د ورزشي فدراسیونونو انتخابات روان دي.

د دغه ولایت ورزشي امر ابراهیم عثماني نن ازادي راډیو ته وویل چې د ورزشي فدارسیونونو د رئیسانو د ټاکلو په هدف انتخابات د ولسمشر د وروستي فرمان له مخې

د بدني روزنې ریاست د بلخ د والي او ورزشي امر تر څارنې لاندې نن پیل شول.

ښاغلی عثماني وایي چې دغه انتخابات به دوه ورځې دوام وکړي.

په بلخ ولایت کې اوس‎مهال په بېلابېلو ورزشي رشتو کې لس فدراسیونونه فعالیت لري.