په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې یوولس داعشیان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم لهمنځه تللي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال ازادي راډیو ته وویل چې یاد برید تېره ورځ ناوخته د اچین ولسوالۍ په مومند درې ولسوالۍ کې شوې ده.
ښاغلی مشرقیوال وايي، په دغه هوايي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نهدی اوښتې.