ژمي لپاره د لازم تدابیرو نیولو لپاره د اجرائیه ریاست سپارښتنې

د افغانستان اجرائیه ریاست ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ژمي لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم نن ازادي راډیو ته وویل، له پېښو سره د مبارزې عالي کمېسیون د اجرائیه رئیس د دفترد رئیس په مشرۍ غونډه کې اړوندو ادارو ته دغه سپارښتنه شوې ده.

"اړونده داخلي ادارو ته او نړیوالو همکارانو ته هدایت ورکړل شوی چې د ژمي لپاره لازم تدابیر ولري او هغو ولایتونو لپاره لومړنی مرستې په پام کې ونیسي چې ډېر زیانمونکي دي."

اجرائیه ریاست همدا راز ویلي چې د یادو ادارو ترمنځ د بې ځایه شویو او بېرته راستنېدونکو سره د مرستې په برخه کې د کافي همغږۍ نشتوالی یوه عمده ستونزه ده.