د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ملکیان وژلي دي.
د کندهار د رسنیو د دفتر مسؤل صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې پرون مازدیګر پنځه بجې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د تمبکول په سیمه کې د ملکي خلکو پر موټر د سړک د غاړې ماین الوتی چې په موټر کې درې سپاره ماشومان، دوه مېرمنې او دوه نارینه یې وژلي دي.
خپلواک وایي چې دا ماین دولت مخالفه وسلهوالو د افغان ځواکونو لپاره ایښی و. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.