په زابل کې د یوې نښتې پر مهال شپږ طالبان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې نښته پرون د شاهجوی په ولسوالۍ کې مازدیګر مهال هغه وخت پیل شوه چې یاغیانو د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه موټر ډزې وکړې.
سیمه ییز چارواکي وایي، دې نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نهدی اوښتی د سیمې په خلکو کې هم څوک نهدي ژوبل شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.