هېواد ته په رسېدو سره د شربت ګلې اوښکې نه تم کېدې

Your browser doesn’t support HTML5

د شربت ګلې شنې سترګې د ژوندانه د ډېرو سرګردانیو، ستونزو او په دې وروستیو کې د زندان د دیوالونو له لیدو وروسته اوس د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په لیدو د خوښۍ اوښکې تویوي. شربت‎ګله چې د شاوخوا څلویښتو کلونو په تیره بیا په دې وروستیو کې یې د کډوالۍ سختې ستونزې لیدلي اوس هېواد ته له راګرځېدو سره ارامه او خوشحاله ښکاري. جمهور رئیس غني د دې مشهورې افغان مېرمنې سره د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ولیدل، هیواد ته د هغې راتګ یې ویاړ وباله او یو کور یې ورته ډالۍ کړ.