د ويکيلیکس مشر جوليان اسانج ويلي، د ډموکراټ کانديدې هيلري کلېنټن د زرګونو ايمېلونو په افشا کولو سره يې هدف د امریکا ولسمشريزو ټاکنو اغېزمنول نه وو.
اسانج پرون په یوه اعلاميه کې ويلي: په وروستيو مياشتو کې ويکيلیکس او موږ په خپله تر ډېر فشار لاندې يو چې دغه هر څه خپاره نهکړو.
زما غوښتنه دا نه ده چې د انتخاباتو نتايج اغېزمن کړو.
د ويکيليکس لهخوا افشا شوي زرګونو ايمېلوه د هيلري کلېنټن د کمپاين له مدير جان پوديستا څخه هک شوي وو. اسانج هېڅ کله نهدي ويلي چې دا افشا شوي ايمېلونه يې له کومه تر لاسه کړل.
خو د امریکا د انټرنیټي امنيت متخصصين وايي، دا کار د روسيې په ملاتړ هککرانو کړی دی.
ايف بي ای په دې اړه پلټنې کوي چې ایا روسيه د سږکال د سياسي اسنادو په افشا کولو کې لاس لري که نه.
اسانج د هر ډول روسي مداخلې خبرې ردوي.