نیويارک کې د روسيې د قونسلګرۍ يو کارکوونکې مړ موندل شوی

نیويارک کې د روسيې د قونسلګرۍ يو کارکوونکې د سې شنبې په ورځ پر سر د زخم له کبله مړ موندل شوی دی. پوليسو بیا هم پلټنې کوي چې د ده د مړيني اصلي لامل څه وو.

دا سړی چې د کونسلګرۍ د امنيت مسئول وو، د سهار پر ځايي وخت اووه بجې کونسلګرۍ کې دننه بې هوښه موندل شوی وو.

د دغه کس نوم نه‎دی یاد شوی خو ويل کېږي ۶۳ کلن وو.

په واشنګټن کې د روسيې د سفارت وياند نيکولای لاخونین ويلي، د پلټنو لومړي نتايج ښيي چې دغه کس د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.

پوليس او سفارت د دې کس د مړينې په اړه د پلټنو بشپړه نتايجو ته سترګې په لاره دي.