په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشر انتخابېدو کېدو سره سم د ونډو بازار راټيټ شو.
پانګهوال بېره لري چې د ټرمپ بريا به په نړۍ کې اقتصادي او سوداګريزه ناکراري رامنځته کړي چې تر نامعلومه مودې به دوام وکړي.
نن سهار اروپايي د ونډې بازارونه وروسته له هغه راټيټ شول چې ټرمپ د بازار د اقتصاد پلوې هيلري کلېنټن ته په ولسمشريزو انتخاباتو کې ماته ورکړه.
امريکا کې د ونډو بازار پر يوه ځای پنځه فيصده راټيټ شو. دا تر هغه ډېره خرابه درجه ده کله چې برېتانيې له اروپايي اتحاديې د وتلو پرېکړه وکړه.
ټرمپ ويلي و چې که ولسمشر شي د مکسيکو او امریکا ترمنځ به د ده په وينا يو ښايسته دېوال جوړ کړي.
له همدې کبله مکسيکويي پيسو د ډالر په وړاندې تر ټولو وختونو زياته ټيټه شوې ده.
پانګهوالو د کلېنټن پاليسي د ټرمپ پر هغې غوره بللې ځکه بازارونو د کلېنټن غوره بلله.