د جوزجان چارواکي وايي چې په مینګجک ولسوالۍ کې تېره شپه یوې ۱۷ کلنې پېغلې ځان غرغره کړی.
د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل، دغه نجلۍ چې کوژده هم وه اوغیل سفر نومېده او د قزان ناروي د کلي اوسېدونکې وه.
ښاغلی غفوري زیاتوي چې په دې اړه پلټنې روانې دي چې ایا دغې نجلۍ رښتیا هم ځان وژنه کړې؟ او که څنګه؟
شمال کې د بشري حقونو سازمان وايي چې په تېرو ۷ میاشتو کې جوزجان کې د ښځو د ځان وژنې بېلابېلې ۲۴ پېښې له دوی سره ثبت شوي دي.