د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي چې د دوو پولیسو په ګډون یې ۱۶ تنه د قتل، وسله والو غلاوو او د مخداره مواد د پلور په تور نیولي دي.
د کاپیسا له امنیې قومندانۍ څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې دغه کسان یې تېره شپه د پولیسو په ځانګړیو عملیاتو کې نیولي دي.
اعلامیه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې یو اندازه مهمات، وسلې او مخدره مواد هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.