ترابي: د ولایتونو روغتیا ریاستونو کې اداري فساد موجود دی

له اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې ګډې کمیټې د یو راپور په خپرولو سره وايي چې د ولایتونو د عامې روغتیا په ریاستونو کې اداري فساد موجود دی.

د دغې کمېټې اجرائیه رئیس یما ترابي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تېر یو نیمکال کې یې له ۱۷۰ داسې کسانو سره خبرې کړي چې د اړیکو له مخې په دندو ګمارل شوي دي.

ښاغلي ترابي وايي چې د فساد مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت ته ځینې سپارښتونې سپارلي، څو ورباندې غور وکړي.

تراوسه د عامې روغتیا وزارت په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو له دې وړاندې یې دا ډول تورونه رد کړي و.