د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي چې ارزګان ولایت کې یې د عملیاتو پرمهال ۳۷ وسلهوالو طالبان وژلي او ۱۰یې ټپيان کړي.
د دغې قول اردو د عامه اړیکو مسؤل محمد صادق نن ازادي راډیو ته وویل، د افغان ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات د مرکز اړوند وانو، چرمګر او دوراهي سیمو کې شوي دي.
ښاغلي صادق زیاتوي چې په پيل شویوعملیاتو کې د وسلهوالو طالبانو ځینې پوځي وسایط او وسلې هم لهمنځه تللي دي.
د یوه بل خبر له مخې د کونړامنيې قومندان جنرال جمعه ګل همت ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د سرکاڼو ولسوالۍ د ناواپاس سرحدي پوستو وسلهوالو مخالفینو برید کړی چې پهکې د سرحدي پولیسو دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
ښاغلي همت وايي، جګړه کې وسلهوالو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېر په اړه یې دقیق معلومات نهلري.
وسلهوالو طالبانو تراوسه د دغو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.