د پکتیا امنیتي چارواکي وايي چې ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې درې ملکیان وژل شوي دي.
د پکتیا امنیه قومندان قادرځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د کوټکي سیمه کې شوې ده.
ښاغلي ځدراڼ وايي چې ماین مقناطیسي و او په یو موټر کې ځای پرځای شوی و.
تراوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نهدی اخېستی.