ملګري ملتونه وايي چې په عراق کې د اسلامي دولت وسله والو ۳۰۰ پخواني پوځیان برمته کړي دي.
د دې سازمان په وینا، دا کسان په موصل کې چې د عراق امنیتي ځواکونه یې د نیولو لپاره په پوځي عملیاتو لګیادي برمته شوي دي.
ملګرو ملتونو پرون سې شنبې وویل چې د اسلامي دولت وسله والو ۱۵۰۰ کورنۍ مجبورې کړې چې د حمام العلیل له سیمې د موصل ښار ته وتښتي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې له دې کورنیو ښايي په جګړه کې د سپر په توګه کارواخیستل شي او یا حتی ووژل شي.