ترکیه وايي د فیدریکا موګرېني انتقادونه د منلو وړ نه دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشرې فدریکا موګرېني انتقادونه د منلو وړ نه دي او له تروریزم سره د مبارزې لپاره د انقرې حساسیت نشي درک کولای.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې اروپايي اتحادیې د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې د ترکیې په ټولنه کې خپل اعتبار بایللی دی.

موګرېني پرون سې شنبې د ترکیې پر حکومت انتقاد وکړ چې د کودتا ترناکامې هڅې وروسته یې بندیزونه زیات کړي او پر انقره یې غږ وکړ چې بشري حقونو ته درناوی وکړي، د قانون حاکمیت ټینګ کړي، د خلکو بنیادي ازادیو او عادلانه محکومو ته د هغوی د لاس رسي حق خوندي کړي.