بشري حقونه: بلخ کې د څلورو مېرمنو قاتلان باید محاکمه شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د بلخ ولایت په بلخ شریف ولسوالۍ کې د څلورو ښځو قاتلان باید وموندل او محاکمه شي.

په شمال زون کې د دې کمېسیون د سیمه ییز دفتر مشر سید محمد سامع پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې دا ښځې د دوشنبې په ورځ په وحشتناک ډول وژل شوي خو پولیسو یې لا قاتل یا قاتلان نه دي موندلي.

سید محمد سامع زیاته کړه:

"دا په رښتیا ډېره خواشینونکې پېښه وه، خلک او موږ یې اندېښمن کړي یو، له ټولو مسولانو او په ځانګړي ډول له امنیتي ځواکونو غواړو چې د دې پېښې عاملان ونیسي او محاکمه یې کړي."

د بلخ د امنیتي چارواکو په وینا، په بلخ شریف ولسوالۍ کې څلور ښځې په مرمۍ ویشتل شوي دي.

په دې پېښه کې یوه اتلس کلنه نجلۍ زخمي شوې وه خو روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

پردې ښځو د حملې اصلي دلیل لا ندی څرګند شوی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په بلخ کې د ښځو په وړاندې زور زیاتی د تېرکال په پرتله پينځلس فیصده زیات شوی دی.