له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ۳میاشتې ځنډېډلی

له پاکستانه د کډوالو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر د ملګرو ملتونو په پرېکړه درې میاشتې ځنډېدلی دی.

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ «یو.ان.اچ.سي.ار» ویندويې دنیا اسلم خان پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې دې ادارې د مالي ستونزو له امله پرېکړه وکړه چې د افغانانو د ستنولو بهیر وځنډوي.

دنیا اسلم خان زیاته کړه:

"سږکال د جولای له میاشتې وروسته ډېرو افغانانو د ستنېدو بهیر پیل کړ، زموږ له مرکزونو هره ورځ پینځه یاپینځه نیم زره افغانان خپل هېواد ته ځي، موږ هر وګړي ته څلور سوه ډالر ورکوو نو له دې امله زموږ د ادارې مصرف په ورځ کې دوه اعشاره دوه میلیون ډالروته لوړ شو، نو د دې بهیر د جاري ساتلو لپاره زموږ ادارې ته د نورو پیسو اړتیا ده."

د دنیا اسلم خان په وینا، افغانستان ته د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې درې میاشتې ځنډ به دې سازمان ته وخت ورکړي چې له مرسته کونکو هېوادونو کمک وغواړي او د دې بهیرد تمویل لپاره پیسې راغونډي کړي.