واشنګټن پوسټ: پر افغانستان د امریکا د انتخاباتو اغېز

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د ولسمشریزو انتخاباتو او پر افغانستان د دغو انتخاباتو د اغېزو په اړه مقاله لیکلې ده چې نوم یې دی له امریکا څخه زرګونه کیلومتره لېري، افغانان پر دوی د امریکا د انتخاباتو د نتایجو د اغېز له کبله اندېښمن دي.

واشنګټن پست لیکي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ له هر تغیر او بدلون څخه اغېزمن کېږي.

افغانستان هغه هېواد بلل شوی چې د سړې جګړې پر مهال واشینګټن د هغه ملاتړ کړی، وروسته د کورنیو جګړو پر مهال دا هېواد یوازي پاته شوی دی، بیا د تندلارو اسلامپالو له ځپلو څخه ژغورل شوی دی او بلاخره د بارک اوباما د ادارې په وخت کې د ډېرو امریکایي پوځيانو په موجودیت کې د مډرنې اسلامي ډیموکراسۍ بڼه ورکړل شوې ده.

واشینګټن پوسټ لیکي، له همدې کبله به دتعجب وړ نه وي چې وویل شي، افغانان د امریکایانو په څېر د امریکا په انتخاباتو کې په دوو برخو ویشل شوي دي.

یو شمېر افغانان په خپل هېواد کې د امریکا د پوځي او سیاسي مداخلي دوام ته هیله من دي او ځیني نور بیا د بنیادي بدلون غوښتونکي دي.

خو د واشنګټن پوسټ په خبره، افغانان په دفترونو، سماوارونو، ښاري بسونو او نورو ځایونو کې د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ او ډیموکراټې هیلري کلېنټن ترمنځ د لانجو او شخړو څخه ستړي شوي دي.

هغوی پر دې فکر کوي چې ډونالډ ټرمپ څومره امریکا ته د مسلمانانو د نه ورتلو په اړه جدي دی او دا چې ایا هیلري کلېنټن به خپل پوځي ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي؟

د لیکوال په خبره که څه هم یو شمېر افغانانو له واشنګټن پوسټ سره د خبرو پر مهال ډونالډ ټرمپ د ټولو مسلمانانو لپاره یو لانجمن کس بللی، خو ځینو نورو بیا دا خبرې رد کړي او هغو ته یې د انتخاباتي کمپاینونو د یوې برخې په سترګه کتلي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، ډېرو افغانانو ویلي چې دوی داسې ګڼي چې هیلري کلېنټن به د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې د اوباما د ادارې بهرني سیاست ته دوام ورکړي.

یوناما:

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره یا یوناما ویلي چې په کندز ولایت کې د هوایي بمبارۍ په نتیجه کې د ملکي تلفاتو څرنګوالی ارزوي، دغه سازمان په خپل وروستي راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله لیکلي چې د انسانانو وژنه ورته د منلو نه ده او دا کار په افغانستان کې د سولې مذاکرات اغېزمنولی شي.

بل خوا په جنوبي اسیا کې د بخښنې د نړیوال سازمان مسؤل چمپا پاتیل د ملګرو ملتونو د دغه راپور په غبرګون کې یوه جلا اعلامیه خپره کړې ده.

په دغې اعلامیې کې هم د کندز پېښه وحشتناکه بللې او هغه یې د هغو پېښو یوه نوې بېلګه ګڼلې چې په افغانستان کې د ملکي افغانانو د وژني لامل شوې ده.