ترکیه وايي، د امریکا متحده ایالتو له انقرې سره ژمنه کړې چې سوري کُردي ځواکونه به چې امریکا يې ملاتړ کوي یوازې د رُقه ښار په محاصره کې برخه ولري او ښار ته به نهننوځي.
رُقه سوریه کې د اسلامي دولت د وسلهوالې ډلې مرکز ګڼل کېږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سې شنبې په ورځ وویل، انقره غوره ګڼي چې سیمهییز عرب ځواکونه چې د امریکا په مشرۍ ائتلافیې ملاتړ کوي او د ترکیې ځمکني ځواکونه رُقې ښار ته ننوځي.
د سوریې ډموکراټ ځواکونه چې د بېلابېلو ټبرونو یو ائتلاف دی او مشري یې د کُردي خلکو د ساتنې د یونیټونو په نوم کُردي ډله کوي، د نوومبر په شپږمه نېټهیې له داعشه د رُقه ښار د نیولو د عملیاتو پیل اعلان کړ.
د سې شنبې په ورځ دا ځواکونه د رُقې ښار په جنوب او شمال کې پرتو وړو ښارونو او کلو کې د داعش له وسلهوالو سره په جګړه کې ښکېل وو.
د امریکا متحده ایالات سوریه کې د داعش د وسلهوالو پر ضد جګړه کې کُردي ځواکونه مؤثر ګڼي خو ترکیه د سوریې د ډموکراتو ځواکونو په ائتلاف کې د کُردي خلکو د ساتنې د کنډکونو له مخکښ رول څخه خوشاله نهده او دا ډله د کُردستان د کارګر ګوند سره چې ترکیه ورسره په جګړه اخته ده د اړیکو په لرلو تورنوي.