کابل پولیسو د وسله والو غلو یوه ډله ونیوله

د کابل پولیسو نن سهار په اولسمه ناحیه کې د وسله والو غلو یوه ډله ونیوله.

د کابل د امنیه قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې رئیس فریدون عبیدي ازادي راډيو ته وویل، له پولیسو سره په نښته کې د دغې ډلې مشر زبیر پنجشیري ووژل شو او درې نور کسان یې ونیول شول.

ښاغلی عبیدي وایي، دغې وسله والې ډلې په کابل کې په وسله والو غلاوو، وژنو او نورو جنایې پېښو کې لاس درلود.