مشرانو جرګه: طالبانو سره دې د ایران او روسيې همکاري وڅېړل شي

له وسله والو طالبانو سره د ایران او روسیې همکارۍ، دا ځل د افغانستان د مشرانو جرګه اندېښمنه کړې او وايي چې دا مسئله باید په دقیق ډول وڅېړل شي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، له څه مودې راهیسې له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې او ایران د همکاریو په اړه خبرې کېږي چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.

ښاغلي مسلمیار د دغې جرګې د دفاعي چارو کمېسیون ته دنده وسپارله، څو دا موضوع د افغانستان له استخباراتي او کشفي ارګانونو سره شریکه کړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

دی وايي:

"داسې اوازې دي چې ګویا روسیه او ایران له داعش سره په مقابله کې له وسله‎والو طالبانو سره مرسته کوي، باید له کشفي ارګانونو څخه وپوښتل شي، څو په دې اړه دقیق معلومات ورکړي او بیا وروسته موږ او تاسې د دې معلوماتو په اساس تصمیم ونیسو چې حقیقت څه دی؟ د دفاعي چارو کمېسیون دې کشفي ادارې راوغواړي که شواهد موجود وي موږ او تاسې به په دې اړه بحث وکړو."

له دې مخکې هم په وار-وار له وسله‎والو مخالفینو سره د ایران د همکاریو راپورونه ورکړل شوي وو.

داسې ویل کېږي چې ان ایران په خپله خاوره کې وسله‎و الو مخالفینو ته د روزنې زمینه برابره کړې ده.

اخوا له طالبانو سره د روسیې د نېږدې کېدو او دغه هېواد ته د ځينو طالب مشرانو د سفر په اړه هم راپورونه خپاره شول.

مسکو او طالبانو بیا دا راپورونه رد او بې بنسټه یې وبلل.

ایران او روسیه په افغانستان کې د داعش له فعالیته سخته اندیښنه لري او ویلي یې دي چې باید د دغې ډلې د پراختیا مخه ونیول شي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي هم دې موضوع ته اشاره کوي او وایي چې روسیه او ایران هڅه کوې له طالبانو څخه په استفادې په افغانستان کې داعش وځپي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي هم دې موضوع ته اشاره کوي او وایي چې روسیه او ایران هڅه کوې له طالبانو څخه په استفادې په افغانستان کې داعش وځپي.

د مشرانو جرګې یو غړی جمعه الدین ګیانوال په دې اړه وویل:

"له فراه، نیمروز، بادغیس او غور څخه خلک راځي او وايي چې ایران طالبانو ته له درنو وسلو نیولې کلاشینکوفونه راکټ ورکوي، ایران ویره لري داعش افغانستان ته راغلي او غواړي له دې لارې روسیې او ایران ته ولاړ شي."

مخکې تر دې د افغانستان په لویدیځ په ځانګړي ډول هرات او فراه ولایتونو کې هم چارواکو له طالبانو سره د ایران د همکارۍ خبره کړې وه.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، تر اوسه داسې اسناد نشته چې وښیي ایران د دولت له وسله‎والو مخالفینو سره همکاري کوي.

دی وایي، د افغان دولت له وسله‎والو مخالفینو سره مرسته د هر هېواد له‎خوا چې وي، د سیمې په ګټه نه‎ده.

رحمت الله افغان