د مالیې وزیر له مشرانو جرګې غواړي تر دوو اونیو پورې د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه تائید کړي.
اکلیل حکیمي نن د راتلونکي کال بودجه مشرانو جرګې ته تشریح کړه او ویې ویل چې دغه بودجه د هېواد اقتصادي پراختیا او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د ژمنې پر اساس جوړه شوې ده.
د راتلونکي کال ملي بودجه شاوخوا ۴۶۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸۷ میلیارده یې عادي او ۱۷۸ میلیارده یې پراختیایې ده.
ټاکل شوې د ۱۳۹۶ کال بودجه د مشرانو جرګې تر تائید وروسته ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ولېږل شي.