یو شمېر فعالان افغانستان کې د ملکي تلفاتو په زیاتېدو اندیښمن دي

یو شمېر مدني فعالان په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په زیاتېدو اندیښمن دي او د طالبانو له لوري له ملکیانو د سپر په توګه کار اخېستل یو غیر انساني او غیر اسلامي عمل بولي.

مدني فعال ضیا محسني کندز کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي عملیاتو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په غبرګون له حکومته غوښتنه وکړه چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.

ښاغلي محسني نن په یوې غونډې کې وویل:

"طالبان له ملکیانو او د استوګنې له سیمو د سپر په توګه کار اخلي. د کندز جګړه او دې ته ورته پېښې چې له هر ادرسه وي، موږ یې جداً غندو."

د کندز په بُز کندهاري سیمه کې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په هوایي عملیاتو کې تېره اوونۍ ۳۱ ملکیان او ۲۶ طالبان و وژل شول.

د عفوې نړیوال سازمان دا له بشري حقونو یو څرګند تیری بللی دی.