د پاکستان کراچۍ ښار کې د فرقهيي تشدد له څو پېښو وروسته پولیسو پرون د سُني او شیعه مسلمانانو پر مدرسو او جوماتونو چاپې واچولې او لسګونه کسان یې ونیول.
کراچۍ کې تېره اوونۍ د هغې سُني ډلې پنځه تنه پلویان ووژل شول چې شیعهګان مسلمانان نهګڼي.
د چارواکو په وینا دا وژنه ښايي د شیعهګانو لهخوا انتقامي حمله وه ځکه دې ډلې له هغې یوه اوونۍ مخکې شمالي نظیم اباد سیمه کې د پنځو شیعهګانو د وژنې مسؤلیت منلی و.
پر مدرسو د پاکستان د امنیتي مامورینو د پرونۍ چاپې په وړاندې سُني او شیعه فعالانو اعتراضونه هم وکړل.
په دې ترڅ کې شیعه معترضانو یوه لویه لار د اتو ساعتونو لپاره بنده کړه چې وروسته بیا د مظاهرو ضد پولیسو د اوښکې بهوونکي ګاز په وسیله تیت پرک کړل.
پاکستاني چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې له طالبانو سره د تړلې لشکرجنګوي ډلې دوه وسلهوال نیول شوي دي. چارواکي وايي، دا کسان پر شیعهګانو او دولتي ځواکونو د ۲۸ حملو په ترسره کولو او همدا راز په روان کال کې د نامتو قوالي بول امجد صابري په وژنه تورن دي.