د کندهار له محبسه ۴۰ بندیان خوشې شول

د کندهار چارواکي وایي، د ولسمشر د فرمان له مخې نېږدې څلویښت بندیان تېره شپه ناوخته د دغه ولایت له محبسه را خوشې شول.

د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي وایي، دغه فرمان د تېر اختر په مناسبت صادر شوی و چې اوس عملي شو.

د ښاغلي شمسي د معلوماتو له مخې دغه کسان په جنایي جرمونو تورن و.