کندز کې په ۱۶ زره بزګرو ۸۰۰ ټنه اصلاح شوي غنم وویشل شول

په کندز کې ۱۶ زره بزګرو ته ۸۰۰ ټنه د اصلاح شویو غنمو تخم او ۱۶۰۰ ټنه کیمیاوي سرې وویشل شوې.

د کندز د کرنې رئیس محمد نبي روفي ازادي راډيو ته وویل چې دغه غنم او سرې د مرکز او نهو ولسوالیو لپاره په نظر کې نیول شوي دي.

ښاغلی روفي وایي، د کرنې وزارت د غوښتنې پر اساس له هر بزګر څخه د ۵۰ کیلو ګرامه غنمو او ۱۰۰ کیلو ګرامه سرو په مقابل کې څه باندې ۲۳۰۰ افغانۍ اخېستل کېږي څو د راتلونکو کلونو لپاره یې پر ورته پروګرامونو و لګوي.

کندزي بزګر وایي، د دوی کرنیز حاصلات د پخوا په پرتله ښه شوي خو غوښتنه یې دا ده چې باید د محصولاتو لپاره یې دولت بازارونه هم په پام کې ونیسي.