میاخېل: له پاکستانه د راجسټر کډوالو را ستنېدو بهیر ځنډول شوی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، افغانستان ته له پاکستانه د راجسټر شویو کډوالو د را ستنېدو بهیر د درېیو میاشتو په مخه ځنډول شوی دی.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغان حکومت غوښتنه دا ده چې دا بهیر دې د راتلونکي میلادي کال تر پایه پورې تمدید شي.

"د دوی د ځنډولو پروسه هم د پاکستان له‎خوا نه یو جانبه پریکړه وه. زموږ غوښتنه دا وه چې لومړی باید د دوی د اوسېدو ستونزه حل شي یعنې دوی ته د ۲۰۱۷ کال تر پایه وخت ورکړل شي."

د ښاغلي میاخېل په خبره د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته د روانې نوومبر تر پنځلسمې وخت ورکړی چې د اوسېدو اسناد نه‎لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې له پاکستان او ایرانه اته لکه او دیرش زره کډوال افغانستان ته راغلي چې څه باندې پنځه لکه او دیرش زره یې له پاکستان او پاته نور یې له ایرانه را ستانه شوي دي.