سبا چهارشنبه به شربت‎ګله افغان حکومت ته وسپارل شي

پاکستاني چارواکي به سبا چهارشنبه شربت‎ګله د افغانستان حکومت ته وسپاري.

ټاکل شوې وه چې هغه د دوشنبې په ورځ لا په پاکستان کې د افغانستان د سیاسي ماموریت مسؤلینو ته وسپارل شي خو د ورپېښې ناروغۍ له امله د پيښور په یوه روغتون کې بستر شوه.

پېښور کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې د چهارشنبې تر ورځې هغې ته په روغتون کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

شربت‎ګله په پاکستان کې د جعلي اسنادو جوړولو په تور څو ورځې زنداني وه.

افغانستان ته د شربت‎ګلې د ستنېدو لپاره به ځانګړي مراسم جوړ شي چې ولسمشر محمد اشرف غني به هم ګډون په‎کې وکړي.

د ارګ مطبوعاتي دفتر وايي چې په کابل کې د شربت‎ګلې او د هغې د کورنۍ د استوګنې تدابیر هم نیول شوي دي.