د موصل جنوب کې یو ډله ییز قبر موندل شوی چې لږترلږه ۱۰۰ جسدونه پهکې وو.
د عراق د پوځ یوه ډګروال یحی رسول ویلي چې دټولو جسدونو سرونه پرې شوي دي.
د دې پوځي په وینا جسدونه ډېر خراب شوي او نه معلومېږي چې ملکي کسان که پوځيان دي.
دا ډله ییز قبر پرون دوشنبې د حمام العلیل ښارګوټی د کرنې پوهنتون ته نېږدې موندل شوی دی.
د عراق پوځ پرون د حمام العلیل سیمه د داعش له وسلهوالو ونیوه.
داښارګوټی د دجله دریاب پر غاړه، د موصل په جنوبي لمنو کې پروت دی.