د کرنې ریاست: بدخشان کې د پستې حاصلات۵۰ سلنه کم شوي

د بدخشان د کرنې ریاست وایي، سږکال په دغه ولایت کې د پستې حاصلات ۵۰ فیصده کم شوي دي.

د بدخشان د کرنې رئیس محمد سالم ساعي نن ازادي راډيو ته وویل چې اقلیمي بدلونونه او پرخپل وخت د پستې راټولولو ته د خلکو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې د پستې کیفیت له منځه ولاړشي او حاصلات یې هم کم شي.

ښاغلی ساعي وایي چې د پستې په حاصلاتو کې کموالي پر کلیوال اقتصاد هم منفي اغېزکړی دی.

دی وایي، که د پستې کرنه په فني توګه مخ ته یوړل شي د کورنیو اقتصاد به پياوړی کړي او بهرنیو هېوادونو ته به یې صادرات هم زیات شي.