کونړ کې د ژورنالیستانو د مصؤنیت ګډه کمېټه جوړه شوه

د ولسمشر غني د حکم په اساس په کونړ کې هم د ژورنالستانو د مصؤنیت په خاطر ګډه کمېټه او امنیتي ارګانونو کې د حمایت مرکزونه جوړ شول.

د کونړ مرستیال والي او د ژورنالستانو د مصؤنیت کمېټې مشر قاضي محمد نبي احمدي ازادي راډیو ته وویل دوی پخوا هم د بیان ازادي او د ژورنالیستانو د ژوند خوندیتوب ته ژمن و او له کومې ورځې چې ولسمشر د ژورنالستانو او د رسنیو د استازو د ژوند د امنیت ساتنې په اړه کوم حکم کړی، دوی يې د ژورنالیستانو امنیت ته نور هم متوجه کړي او همدا وجه ده چې د کونړ ولایت کې هم د ژورنالستانو او د رسنیو د کار کوونکو د مصؤنیت لپاره ګډه کمېټه جوړه شوه.

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر حکم کړی دی چې په مرکز کابل او ټولو ولایتونو کې د ژورنالیستانو د حفاظت او مصؤنیت په خاطر غونډې او کمېټې جوړې شي، موږه د دغه حکم د تقوې په خاطر په امنيې قوماندانۍ کې د همغږۍ او په ملي امنیت کې د حمایت مرکزونه پرانستي دي او همکار راز مو یوه ګډه کمېټه چې پکې د ژورنالیستانو او رسنیو استازي، د ولایت امنیه قوماندانۍ او د ملي امنیت د مطبوعاتو مسؤلین هم شامل دي، د ولایت د مرستیال په مشرۍ جوړه کړې، موږ به هغو شیان عملي کوو چې د کومو حکم ولسمشر کړی دی."

مرستیال والي وايي، ډېر ژر به د ژورنالیستانو د اقتصادي ستونزو هواري لپاره د مرستې صندق هم خلاص کړي.

په کونړ کې په داسې حال کې د ژورنالستانو د مصؤنیت په نوم ګډه کمېټه جوړېږي چې یوازې سږکال په افغانستان کې له لسو زیات ژورنالیستان وژل شوي.

بې شمېره وهل شوي او ګواښل شوي چې له همدې امله افغانستان په روان کال کې د ژورنالیستانو لپاره ډېر خطرناک ښودل شوی.