ولسمشر غني وايي نوي سلنه دولتي اداري به د کابل دارالامان سیمې ته انتقال شي.
ښاغلي غني چې نن یې په دریم ښاري ملي کنفراس کې خبرې کولې وویل ددغه دولتي ادارو په انتقال سره به د امان الله خان هغه ارمان پوره شي چې غوښتل یې دولتي ادارې په دې سیمه کې موقعیت ولري:
"د دولتي ادارو نوي سلنه دارالامان ته انتقالېږي او په دې سره د غازي امیر امان الله ارزو عملي شي."
ولسمشر همدا راز وویل چې حکومت د کابل ښار د نظم او سمون لپاره ځانګړي پلانونه په پام کې لري چې په عملي کېدو سره به یې د کابل ښار بڼه بدله شي.