د قزاقستان د لوی ښار الماتي په یو تجارتي مارکیټ کې له پراخ اور وروسته شپږ مړي ترلاسه شوي دي.
چارواکي وايي چې دا مړي پرون وروسته له دې چې اور ولګېد د الماتې په برج کې وموندل شول.
نن له دې مخکې هم د دې ودانۍ له شپږم پوړ څخه د پنځو نورو کسانو مړي موندل شوي وو.
مرستندویې ډلې د نورو مړیو په لټه کې هم دي.
دا اور چې په شاخوا اتلس سوه متر مربع ساحه کې لګېدلی و، تېره شپه په اتمه نیمو بجو ووژل شو.
څېړونکي د پېښې د قربانیانو د پېژندنې او د اور لګېدو د علت د معلومولو لپاره هڅې پیل کړي دي.