د FBI» اداره وايي د کلېنټن په اړه د دوی پرېکړه پر ځای ده

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې «FBI» مشر وايي، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند د کاندیدې هیلري کلېنټن د ایمیلونو له بیا څېړنې وروسته د دوی هغه مخکینۍ پرېکړه لاهم پرځای ده چې پر نوموړې به هیڅ راز تور نه لګول کېږي.

د «FBI» مشر جیمز کومي «James Comey» د امریکا د کانګرس پرونۍ غونډې ته وویل چې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د کار پرمهال له شخصي ایمیل څخه د کار اخیستو له کبله د کلېنټن په اړه د جولای میاشتې پرېکړه پرځای ده.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي جیسن چفیتز «Jason Chaffetz» وايي، کومي د «FBI» د څېړنو نتیجه د استازو جرګې د تفتیش کمېټې ته تایید کړه.

کومي ویلي چې د مېرمن کلېنټن د ایمیلونو له څېړنې وروسته په دې اړه د مخکینۍ پرېکړې د بېرته اخیستو اړتیا نه وه، ځکه هغې قانون نه دی مات کړی.

د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډټرمپ پرون د انتخاباتي کمپاین پرمهال تور ولګاوه چې د ده ډیموکراټ سیاله د یو درغلګر سیسټم له خوا ساتل کېږي.

ټرمپ په دیترویت ښار کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل چې هیلري کلېنټن ګناهکاره ده او په دې دا خپله، FBI او خلک هم پوهېږي.

کومي د اکتوبر په ۲۸ مه کانګرس ته په یوه لیک کې خبر ورکړ چې د مېرمن کلېنټن له خوا له شخصي ایمیل څخه د کار اخیستو اړوند نوي موارد یې موندلي چې له دې سره د جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډټرمپ په وړاندې د مېرمن کلېنټن کمپاین له بحران سره مخ شو او په نتیجه کې په نظر پوښتنو کې د ټرمپ په وړاندې د مېرمن کلېنټن په محبوبیت کې د پام وړ کموالی راغی.

ټرمپ په پرله پسې ډول پر خپلې سیالې هیلري کلېنټن د کار پرمهال له شخصي ایمیل څخه د کار اخیستو په مسئله کې په وار وار انتقادونه کړي دي.