د عراق کرد ځواکونو د بشیقه شارګوټي نیولو عملیات پيل کړي

د عراق کرد ځواکونو د موصل ښار د ختیځ په دیارلس کیلومتري واټن کې د بشیقه ښارګوټي د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې د دې ښار په واټونو کې له افراطي وسله والو سره په درنو جګړو کې ښکېل شوي دي.

شاوخوا ۲ زره کرد پېشمرګه جنګیالي نن بشیقه ښار ته چې ګومان کېږي تر ډېره وران شوی دی ننوتل.

کرد ځواکونو پرون د عملیاتو له پیل مخکې او نن سهار د پلیو ځواکونو د پرمختګ په درشل کې پر دې ښار د هاوان او درنو توپونو مرمۍ واورولې.

د عراق یوه پوځي چارواکي سَفین رسول رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د اټکل له مخې په بشیقه ښار کې د داعش سل جنګیالي له لسو موټربمونو سره پاتې دي.

عراقي ځواکونه تېره اوونۍ موصل ښار ته ننوتل او په ختیځو برخو کې یې پرمختګ وکړ، خو په ښار کې دننه په ګڼ مېشتو سیمو کې د داعش د وسله والو له سخت مقاومت او ماینونو سره مخامخ شوي دي.