په داسې حال کې چې افغان ځواکونه د افغانستان جنوب کې په روانو جګړو تمرکز کوي، طالبانو په شمال کې د کانونو د کېندلو او له دې لارې د ځان تمویلولو ته زور ورکړی دی.
د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار وايي، طالبان له هغو خلکو ملاتړ او ساتنه کوي چې د سمدستي مالي ګټې لپاره په غیر قانوني توګه کانونه کېندي.
ښاغلي بېدار د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، شمال او په ځانګړي ډول بدخشان ولایت کې د لاجوردو، زمرد او سرو زرو د وړو کانونو غیر قانوني کېندنه د طالبانو د تمویل درېیمه برخه جوړوي.
نوموړی وايي، طالبان چې بهرني وسلهوال هم ورسره دي د کانونو له کېندونکو څخه د ماليې او زکات په نوم خپله برخه اخلي.
د بدخشان د والي مرستیال وايي، د کانونو د غیرقانوني کیندنو له امله په وروستیو کلونو کې د لاجوردو او زمردو چې د دې ولایت د کران منجان او راغستان ولسوالیو په غرونو کې پیدا کېږي، ارزښت او بیه زیاته شوې ده.
طالبان چې جنوبي سیمو کې د اپیمو د تولید له لارې خپل فعالیتونه تمویلوي شمال کې يې خلک په غیر قانوني توګه د کانونو کیندلو ته هڅولي دي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي رویټرز اژانس ته ویلي، افغان ځواکونو دوه ځله په کران منجان او راغستان ولسوالیو کې عملیات وکړل خو چې کله افغان سرتېري له سیمې ووځي، د سیمې خلک بېرته طالبانو ته بلنه ورکوي.
د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار وویل چې محلي زورواکي او غیر مسؤله وسلهوال هم په خپل سرکیندنې کوي او په دې برخه کې نه د دولت او نه د طالبانو غوښتنې مني.
د کران منجان ولسوالۍ یوه کروندګر محمد ظاهر رویټرز اژانس ته ویلي دي له کلونو راهیسې د لاجوردو کانونه کیندي د هغه په خبره دا کانونه زموږ لپاره د خدای لهخوا جوړ شوي چې خپلو کورنیو ته ترې نفقه پیدا کړو او دا د حکومت او یا بل چا ملکیت نهدی.
د نوموړي په وینا خلک ځکه طالبانو ته بلنه ورکوي چې د هغوی په ملاتړ د کانونو غیرقانوني کیندنه د سیمې د خلکو لپاره ګټور کاروبار دی.