رشید: د غوراوي کمېټې چارې تقریباً بشپړه شوي

تر راتلونکو دوو ورځو به د غوراوي کمېټه ولسمشر ته په انتخاباتي کمېسیونو کې د غړیتوب لپاره وروستی لیست وسپاري.

د دغه کمېټې یو غړی یوسف رشید وايي، د دوی چارې له کومې ستونزې پرته وروستي پړاوو ته رسېدلي دي:

"د غوراوي کمېټې چارې تقریباً بشپړې شوي، زموږ ټول کوښښ دا دی چې د مصاحبو پایلې نن او سبا وروستۍ کړو او د چهارشنبې په ورځ لیست ولسمشر ته وسپارو."

د ښاغلي رشید په خبره په وروستي لیست کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لپاره ۲۱ او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره ۱۵ تنو لار موندلې ده.

ولسمشر به له وروستي لیست څخه اووه تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او ۵ تنه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره د کمېشرانو په توګه غوره کړي.