د افغانستان د ښار جوړونې وزارت نا متوازن پرمختګ، ښارونو کې له کلو څخه د خلکو استوګنه، د مهاجرینو ستنېدل او د کورنیو کمښت لوی ښاري ننګونې بولي.
د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادری په درېیم ښاري ملي کنفراس کې د ستونزو ترڅنګ له ځینو پرمختګونو هم یادونه وکړه:
"زموږ عمده ښاري مشکلات د نفوسو زیاتوالی، د مهاجرینو راستنېدل، د خپلو سرو وانیو جوړول او د ښاري زېربناوو نه موجودیت دی."
د ښار جوړنې وزارت وايي، په ښارونو کې د نفوسو د زیاتوالي له کبله له دې وروسته باید ښارونه نه یوازې د استوګنې ځایونه وي بلکې د کار موندنې او د اقتصادي رشد په مرکزونو بدل شي.