څلور ښځې د خپلې کورنۍ د یوه غړي لهخوا د بلخ ولایت په یوې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري تېره شپه ناوخته یوه کس د کلاشینکوف په وسیله د خپلې کورنۍ څلور ښځې په ډزو وژلي دي.
د ښاغلي قادري په خبره پېښه د بلخ ولسوالۍ د پلاس پوس په سیمه کې شوې ده.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وايي چې تورن دوه تنه نور چې یوه مېرمن او بل یې سړی دی هم ټپیان کړي او د پېښې له ځایه تښتیدلي دي.
جسدونه روغتون ته لېږدول شوي او پولیس هڅه کوي چې تورن کس ونیسي.