تر ارزګان او هلمند وروسته وسلهوالو د کندهار پر شمالي ولسوالیو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.
په تېرو دوو اونیو کې وسلهوالو د کندهار پر اوو ولسوالیو غورک، میانشین، نیښ، شورابک، شاولي کوټ، خاکریز او ارغنداب وسلهوالې حملې کړي او د دغه ولسوالیو د مرکزونو او شاوخوا سیمو د نیولو هڅه يې کړې.
په دغه حملو کې تر ټولو خونړۍ يې د غورک په ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوې قرارګاه د شاوخوا ۳۰ سرتېرو وژل کېدل وو.
چارواکي د کندهار د دغه شمالي ولسوالیو د امنیتي وضعیت خرابوالی د ارزګان او هلمند د امنیتي وضعیت سره تړلی بولي.
د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي ازادي راډیو ته وویل چې د شمالي ولسوالیو د ناامنیو په اړه يې خپلې اندېښنې د مرکز سره شریکې کړي دي.
ښاغلی شمسي زیاته کړه:
"د هلمند او ارزګان تر ناامنیو وروسته د دغه ولایتونو او پاکستان سره پر سرحد زموږ د یو شمېر ولسوالیو امنیتي پوستې او کلي د تهدید سره مخامخ شوي په دې اړه موږ خپلې اندیښنې د مرکز سره شریک کړي."
مرستیال والي زیاتوي چې د هلمند او ارزګان د چارواکو سره په همږغۍ باید په دغه ولسوالیو کې عملیات پیل شي څو وسلهوال د دغه سیمو په نیولو او ناامنه کولو کې پرمختګ ونهکړي.
په عین وخت کې د کندهار اوسیدونکي پر شمالي ولسوالیو د وسلهوالو حملو اندېښمن کړي.
د خلکو په وینا که پر وخت د دغه حملو مخنیوی ونهشي نو وسلهوال به د کندهار ښار تر دروازو راورسېږي او دغه ولایت به د هلمند او ارزګان له برخلیک سره مخامخ شي.
راپور: محمدصادق رښتینی