د FBI مشر وايي، د کلېنټن په اړه پریکړه په خپل ځای ده

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې FBI مشر وايي، د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې هیلري کلېنټن د ایمیلونو له بیا څېړنې وروسته د دوی هغه مخکینۍ پریکړه لا هم پرځای ده چې پر نوموړي به هېڅ راز تور نه لګول کېږي.

د FBI مشر جیمز کومې James Comey د امریکا کانګرس پرونۍ غونډې ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه د کار پر مهال له شخصي ایمیله د کار اخېستو له کبله د کلېنټن په اړه د جولای میاشتې پریکړه پرځای ده.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي جیسن چفیتز Jason Chaffetz وايي، کومي د FBIد څېړنو نتیجه د استازو جرګې د تفتیش کمېټې ته تائید کړه.

کومي د اکتوبرپه ۲۸ مه کانګرس ته په یوه لیک کې خبر ورکړ چې د مېرمن کلېنټن له‎خوا له شخصي ایمیله د کار اخېستو اړوند نوي موارد یې موندلي چې له دې سره د جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ په وړاندې د مېرمن کلېنټن کمپاین له بحران سره مخ شو او په نتیجه کې په نظرپوښتنو کې د ټرمپ په وړاندې د مېرمن کلېنټن په محبوبیت کې د پام وړ کموالی راغی.

ټرمپ په پرله‎پسې ډول پرخپلې سیالې هیلري کلېنټن د کار پرمهال له شخصي ایمیله د کار اخېستو په مسئله کې په وار- وار انتقادونه کړي دي.