افغان ځواکونو کندهار ۵ تنه د تروریستي فعالیتونو په تور نیولي

افغان امنیتي ځواکونو کندهار ولایت کې د تروریستي فعالیتونو په تور پنځه کسان د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

د کندهار ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو، ویلي دي چې دې کسانو په ورانکارو او تروریستي فعالیتونو او په زابل ولایت کې پر امنیتي پوستو او کاروانونو په حملو کې لاس درلود.

په بیان کې د تورنو نومونه نه دي افشا شوي خو ویل شوي چې دا کسان اصلاً د کندهار او زابل اوسیدونکي دي چې دا مهال د کندهار په بېلابېلو سیمو کې اوسېدل.