د بلغاريا د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتيجې ښيي چې د کيڼ اړخي اپوزيسيون کانديد، رُمين راديف "Rumen Radev" ٢٤ اعشاريه نهه فيصده رايې ګټلې دي.
د بلغاريا د پارلمان مشره څيڅکا څاشيوا "Tsetska Tsacheva" چې د صدراعظم بوى-کو بوريسوف تر مشرۍ لاندې د ګوند غړې ده، د ٢٢ اعشاريه ٣ فيصده رايې په خپلولو سره په دويم کتار کې راغلې ده.
په مخکنيو نظرپوښتنو کې ويل شوي وو، چې څاشيوا ښايي د دغو انتخاباتو ګټونکې وي.
که کوم کانديد ونه توانېږي ٥٠ فيصده رايې وګټي، چې د بريا لپاره لازمې دي، په دغه هېواد کې به دويم ځلي انتخابات د شنبې يا هم يکشنبې په ورځ وشي.
د بلغاريا صدراعظم تر انتخاباتو مخکې ويلي وو، که څيڅکا څاشيوا په لومړي پړاو کې بريالۍ نه شي، د تر وخت مخکې پارلماني انتخاباتو غوښتنه به وکړي.