عراق کې د غبرګو ځان وژونکو حملو مسؤلیت داعش ومانه

د داعش سخت دريځې ډلې وسلوالو د هغو ځان وژونکو بريدونو مسؤليت واخېست چې د عراق په شمالي ښارونو کې يې لږ تر لږه ٢١ کسان ووژل او په لسګونو نور ټپيان کړل.

په تکريت او سامراء کې دا خونړۍ حملې په داسې حال کې وشوې چې د عراق دولتي ځواکونه د شمالي ښار موصُل د بېرته نيولو لپاره له داعش وسلوالو سره په جګړه بوخت دي. موصل د عراق دويم لوى ښار ګڼل کېږي.

داعش ډلې په يوه اعلاميه کې د دغو حملو مسووليت اخيستى او ويلي يې دي، دا درې ځان وژونکې حملې وې چې دوې په سماراء او يوه په تکريت کې شوې ده.

په تکريت کې چارواکي وايي، يوه ځان وژونکي بريدکوونکي په امبولانس کې ځاى پر ځاى شوي منفجره مواد د ښار په جنوبي دروازه کې سهار د ګڼه ګوڼې په وخت کې منفجر کړل او ١٣ کسان يې ووژل.

د چارواکو په وينا، بله په سامراء کې موټربم حمله وه، چې د شيعه ګانو د يوه زيارت د موټرو درولو په ځاى کې وشوه او اته کسان يې ووژل، چې په هغوى کې ايراني زيارت کوونکي هم شامل دي.

په دواړو ښارونو کې چارواکو د نورو ممکنه حملو له ډاره ګرځبنديز اعلان کړى دى.