اتمر: حزب‎اسلامي سره د موافقې په عملي کولو کې ښايي ستونزې وي

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي، د افغان دولت او حزب‎اسلامي تر منځ د سولې موافقې په عملي کولو کې ښايي ځينې ستونزې وي.

خو د محمد حنيف اتمر په خبره، دغه ستونزې بايد په ګډه همکارۍ، همږغۍ، صداقت او اعتماد سره حل شي.

ښاغلي اتمر دغه خبرې نن په ارګ کې د دې موافقې د تطبيق ګډ اجرائيوي کمېسيون په اوله غونډه کې وکړې.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې د ښاغلي اتمر په حواله راغلي، تر اوسه له نړيوالې ټولنې د سولې د دې موافقې لپاره يوازې د سياسي ملاتړ غوښتنه شوې ده.

ده ويلي، که نورو هڅو ته اړتيا وه، د دولت او حزب اسلامي په ګډه مشوره به ترسره شي.