رحیمي: د تښتول شوې اسټرالیایي مېرمنې د خوشې کېدو هڅې روانې دي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل امنیه قومانداني وايي چې کابل ښار کې د یوې بهرنۍ مېرمنې د تښتولو د څرنګوالي په اړه هڅې روانې دي او له هغو امنیتي مسؤلانو سره به جدي چلند کېږي چې په دې برخه کې یې بې‌غوري کړې وي. د کابل امنیتي مسؤلان وايي، هڅه کوي دغه پاکستاني‎الاصله اسټرالیايي مېرمن د تښتوونکو له منګولو وژغوري او عاملین‌یې قانون ته وسپاري. ویډیو: ابراهیم صافی